IQNA

په الحدیده بندر د صهیونیسټانو  حملې ته د مونږ ځواب قطعي دی

6:36 - August 09, 2024
د خبر لمبر: 3489665
ایکنا -د یمن دانصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  سید عبدالملک بدرالدین  په یولړ څرګندونو کې ووئیل،  د الحدیده بندر د سونګو  پر ګودام  دصهیونیسټي رژيم وروستۍ حملې ته د  مونږ ځواب قطعي دی او ترسره به شي.

  ایکنانیوزد العالم  له قوله راپور راکړ، د یمن  د انصار ا... ولسی غورځنګ رهبر  سید عبدالملک بدرالدین الحوثي پرون په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د  اسرائیلي رژيم  پوځي تیریو او تاؤتریخوالو ته د مقاومتي چورلیز په ځواب کې ځنډ یوازې تاکتیکي موضوع  او په دې هدف سره ده چې دښمن ته  ځواب اغیزشیندونکی وي.

 د انصار ا... غورځنګ رهبر  دې ته په اشارې سره چې  دښمن پوهیږي، ځواب قطعي دی ،ټينګار وکړ، ویره یا دباؤ  د صهیونیسټ رژيم تاؤتریخجنو اقداماتو  ته د ځواب لپاره له فیصلې د ډډه کولو لامل نه کیږي.

عبدالملک بدرالدین  ا لحوثي روښانه کړې ، امریکا او اروپا او ځيني عرب رژيمونه صهیونیسټي رژیم ته د ځواب د پيزواني کولو لپاره  بې ځنډه هڅې کوي. هغه  په ډاګه کړه ، د لبنان له جنوب ، یمن او عراقه په غزې تړانګې کې د فلسطین د مظلوم ملت او مقاومتی چورلیز څخه  دپشتیبانۍ لاره  دوام لري او وحشي صهیونیسټي رژيم ته  ځواب حتمی دی  او هیڅ شک پکې نشته .

سید عبدالملک بدرالدین  الحوثي د عربو هیوادونو په دریځونو په نیوکې   او دغه راز د صهیونیسټ رژیم  دتیریو په وړاندې د  لاپیاوړي او چورلیټو دریځونو دغوره کولو په ضرورت په ټينګار سره ووئیل؛ د اسلامی هیوادونو دریځ نیونه ، په بشپړ ډول افسوسناکه  ده او د اسلامی ملګرتیا موسیسې ا علامیه  باید  داسلامی هیوادونو  اندازه (دریځ نیونې ) ونه ګڼل شي.

هغه د اسلامی ملګرتیاموسیسې  د وروستۍ اعلامیې په باب ووئيل، یوه واړه خیریه موسیسه  یا یوه خیریه ټولنه ، له هغه څه لازیاته ښه  اعلامیه صادرولی شي، چې  د اسلامی ملګرتیا موسیسې له خوا د د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر د مشر شهید اسماعیل هنیّه  دترور د جنایت په باب  صادره شوې ده. هغه  ووئیل، ځ ینی عرب رژيمونه په ترټولو کم ممکن کار کې  له صهیونیسټي رژيم سره  ملګرتیا درولی شي، څلور عرب رژيمونه  په پراخ ډول له دغه دښمن او جنایتکار صهیونیسټي رژيم سره ملګرتیا کوي. هغه ووئیل، ځیني عرب رژيمونه هماغه شان فلسطینۍ مبارزې ډلې  او دهغو په سر کې حماس  او اسلامی جهاد غورځنګونه   او نور مجاهدین  دترهه ګرۍ په جرګې  راولي، چې ډيره د افسوس خبره ده.

د یمن د انصار ا... ولسی غورځنګ مشر ووئیل، له دغو  ځيني رژيمونه  د صهیونیسټي دښمن د ملاتړ په صف کې  په ولسی،سیاسی اورسندوئي سوئې کې د صهیونیسټانو د پشتیبانۍ په جبهې کې دي چې یوه ورځ به ئې  بیّه ورکړي.

https://iqna.ir/fa/news/4230801

captcha